IQNA

د پاکستان ولسمشردهیواد ولسی  جرګه ماته کړه   

14:51 - April 03, 2022
د خبر لمبر: 3485637
تهران (ایکنا) -د پاکستان لومړي وزیر  په پارلیمان کښې د  عدم اعتماد تحریک له ناکامه کیدو وروسته له ولسمشر عارف علوي وغوښتل چې پارلیمان دې ړنګ کړي او له وخته مخکښې انتخابات ترسره کړي

ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان ولسمشرعارف علوي  د وزیراعظم له وړاندیز سره موافقه وکړه او د ولسی جرګې یا قومي اسمبلۍ   د ماتیدو  حکم ئې صادر کړ او په راتلونکو درو میاشتو کښې ئې د بیا عامو انتخاباتو د ترسره کیدا  امر وکړ.

د عمران خان د مخالفو سیاسي ګوندونو یا د اپوزیشن مشران، لومړی وزیر یو امنیتي خطر ګڼي. دغو کسانو وزیراعظم عمران خان په نړۍ کښې د پاکستان د یوازې پاتې کیدو عامل بللی دی او د هغه حکومت ماته خوړلې ګڼي.

خو له بلې خوا د پاکستان وزیراعظم پرون د خپل حکومت د نسکورولو لپاره د یوې بهرنۍ دسیسي خبر ورکړ او ویې ویل چې د ده د څنګته کولو اقدام، د امریکې په ملاتړ سره په پاکستان کښې د حکومت د بدلولو لپاره هڅه ده.

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i114274 

captcha